کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان او قرغیزستان له استازو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ په څنډه کې د سعودي عربستان استازي شهزاده جلوي بن ترکي آل سعود سره کتلي دي.
سرچینې ویلي، په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوو اړخیزو اړیکو، د دوو اړخیزو پلاوو د لېدو کاتو پر زیاتېدو او بشري مرستو هر اړخیزې خبرې وشوې.
سرچینې دغه راز ويلي چې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د قرغزستان جمهوریت ځانګړي استازي طلعت بېګ مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
تکل زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان پر اړیکو او له افغانانو سره د دغه هېواد په بشري مرستو هر اړخیزې خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قرغیزستان له استازي مننه وکړه چې د مسکو فارمټ ترڅنګ په نړۍوالو او سیمهيیزو ناستو کې یې د افغانستان په تړاو مثبت دريځ خپل کړی دی.
د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه تېره ورځ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه.
د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.
د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نوامبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ور بلل شوی وو.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن