کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې اسلاماباد د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب مخه نیسي، ویلي چې هېواد یې په دې اړه د هيڅ ډول خنډ جوړولو په اړه معلومات نه لري.
د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روان کال د چنګاښ په ۳مه له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتونکی دی.
د هغه په خبره، د یاد سازمان د یوه غړي هېواد د مخالفت له امله افغانستان لا هم نه شي کولای د دغه سازمان په فعالیتونو کې بشپړه ونډه واخلي.
کابلوف د کوم هېواد نوم نه و اخیستی، خو «ایزوستیا» ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي وو چې پاکستان د «امنیتي اندېښنو» له امله په شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د رول د پراخېدو اصلي مخالف بلل کېږي.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي پرون (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې د دغو راپورونو په غبرګون کې وویل چې اسلاماباد په دې برخه کې د هيڅ ډول خنډ جوړولو په اړه معلومات نه لري.
هغه زیاته کړه، افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د غړیتوب لپاره باید له غړو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.
نوموړي وویل: «د افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د غړیتوب په اړه باید لومړی وګورئ چې د سازمان څو غړي له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د دې لپاره چې افغانستان د دغه سازمان غړی شي، لږ تر لږه باید له غړو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.»