کابل (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۵): د هرات والي په دغه ولایت کې د ایران له جنرال قونسل سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د اسلامکلا بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد پر چټکتیا، د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ پروژې پر پرمختګ، د سوداګریزو موټرو د منلو پر ظرفیت لوړولو او افغانانو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت والي شیخ مولانا اسلامجار په هرات کې د ایران له جنرال قونسل عليرضا مرحمتي سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي له عليرضا مرحمتي سره په کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د اسلامکلا بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد پر چټکتیا، د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ پروژې پر پرمختګ، د سوداګریزو موټرو د منلو پر ظرفیت لوړولو او افغانانو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې شیخ مولانا اسلامجار په پوله کې د سوداګریزو موټرو د منلو د ظرفیت پر لوړولو او افغانانو ته د ویزو د ورکړې په بهیر کې پر لا ډېرو اسانتیاوو ټینګار کړی، څو د قانوني تګراتګ او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره لا ښه زمینه برابره شي.
بلخوا، عليرضا مرحمتي ویلي چې ایران له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا ته ژمن دی.
د هغه په وینا، ایران د سرحدي همکاریو چټکتیا، د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ پراختیا او د ویزو د ورکړې د اسانه کولو د لارو چارو ارزونه د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم موضوعات بولي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د دې کتنې په پای کې په اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د خلکو د قانوني تګراتګ پر اسانتیا او د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار کړی، څو دوهاړخیزې اړیکې لا پراخې شي.