Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې تېر یو کال ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

مزارشریف (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د بلخ عامې روغتیا ریاست وایي چې تېر یو کال کې په دغه ولایت کې د درې میلیون ډالرو په لګښت ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.

دغه څرګندونې د بلخ عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا د تلې په ۸مه په بلخ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل، تېر یو کال د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې مرستندویه موسسو، خلکو او د بلخ عامې روغتیا ریاست په ګډه د درېیو میلیونو ډالرو په لګښت ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو روغتیایي مرکزونو په جوړېدو سره ۳۸۰ زره کسانو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

توانا زیاته کړې چې په دغه ولایت کې یې د روغتیایي کدرونو ظرفیت لوړولو برخه کې هڅې کړي او هم د خلکو لاسرسی روغتیایي خدمتونه ته ډېر شوی دی.

خو بلخوا د مزارشریف ښار اوسېدونکي د روغتیایي خدمتونو پر ډېروالي ټینګار کوي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی صادق وایي چې بلخ حوزوي روغتون کې د معایناتو ماشینونه نه شته او ډېری ناروغ‌لروونکي اړ کېږي څو د خپلو ناروغانو معاینات له روغتونه بهر په بازار کې وکړي.

بلخ کې تېر یو کال کې د یادو ۴۰ روغتیایي مرکزونو ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې پنځه ۵۰ بستریز روغتونونه هم جوړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.