Language

فراه کې د ۸ ښوونځیو ودانیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

فراه (پژواک، ۱۰ تلې ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د فراه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اتو ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیا ورغول شوې.

د فراه ولایت د پوهنې رئیس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادو ښوونځیو ودانۍ د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ سره ترمیم او رغول شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځي د فراه په مرکز او بکواه، ګلستان، بالابلوک، پشترود او لاش‌جوین ولسوالیو کې رغول شوي دي.

هغه وایي چې د یادو ښوونځیو ودانۍ ۸۰ سلنه ویجاړې شوې وي او د بیارغونې چارې یې په شپږو میاشتې کې بشپړې شوې چې زرګونو ماشومانو ته په کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

login or register a new account.