منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ترافیکو ریاست: هېواد کې له ۶۰۰ ډېر غلا شوي نقلیه وسایط پېژندل شوي او کشف شوي دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست وايي چې تېرو اتو میاشتو کې یې د نقلیه وسایطو الکترونیکي ثبتولو په بهیر کې په ټول هېواد کې له ۶۰۰ بېلابېل ډوله غلا شوي نقلیه وسایط پېژندلي او د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

یاد ریاست نن (د تلې ۱۱مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه موټر په ټول هېواد کې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست مقام سکرتر نجات نواز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نقلیه وسایطو د الکترونیکي ثبت پروسه یې اته میاشتې مخکې پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه: «د دې پروسې [د نقلیه وسایطو الکترونیکي ثبت] د پیل موخه دا وه چې موږ د پاکستان لاس موټرونه ثبت کړو، موږ په دې پروسه کې له شک پرته دغه موضوع هم په ذهن کې لرله چې ان‌شاءالله غلا شوي موټرونه هم په کې پیدا شي.»

د هغه په وینا، تر اوسه یې ۶۰۰ موټرونه چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې غلا شوي وو، کشف او پېژندلي چې د هغوی مالکانو ته به یې وسپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه