نیلي، جلالاباد (پژواک، ۱۲ تلې ۱۴۰۲): سېمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې د خوړولو نړیوال پروګرام له لورې له څه باندې ۲۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په ګوشتې او دور بابا ولسوالیو کې له ۱۷۶۷ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرستې وشوې.
هغه وایي چې دغه مرستې یې د خوړولو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشلې دي.
هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.
د غور ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح الله غوثي هم وایي چې نن په دغه ولایت کې د خوړولو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ او د افغان اید موسسې په تخنیکي مرسته له ۵۰۰ کورنیو سره د غوړیو مرسته وشوه.
هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۵۷ کیلوګرامه غوړي ورکړل شوي دي.

GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP