ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د وقایې لپاره «ار۲۱ ماټریکس – اېم» واکسین معرفي کړ

د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د وقایې لپاره «ار۲۱ ماټریکس – اېم» واکسین معرفي کړ

author avatar
4 Oct 2023 - 16:48
د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د وقایې لپاره «ار۲۱ ماټریکس – اېم» واکسین معرفي کړ
author avatar
4 Oct 2023 - 16:48

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د مخنیوي لپاره د «ار۲۱ ماټریکس ـ اېم» واکسین د جوړېدو خبر ورکړی، وایي چې د راتلونکي کال تر پایه به هېوادونو ته ورکړل شي.

دغه سازمان په یوه راپور کې د روغتیا نړۍوال سازمان د رییس ډاکټر تدروس ادهانوم ګبریسوس له قوله لیکلي چې اکسفورد پوهنتون د سرم هند موسسې په مرسته د ملاریا مخنیوي په موخه ار۲۱ ماټریکس ـ اېم په نوم واکسین جوړ کړی دی.

ګبریسوس ویلي: «شاوخوا ۲ کاله مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان RTS,S/AS01 په نوم د ملاریا لومړني واکسین څخه د ډېرې استفادې سپارښتنه وکړه، خو نن په ډېره خوښۍ اعلان کوي.»

سرچینې ویلي چې دغه سازمان په ماشومانو کې د ملاریا د مخنیوي په موخه د ار۲۱ ماټریکس ـ اېم په نوم د خپل دویم واکسین سپارښتنه کوي.

سرچینې لیکلي چې دا واکسین به د راتلونکي کال په لومړیو کې ځيني افریقایي هېوادونه ته ورکړل شي او د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې به نورو هېوادونو ته هم ورکړل شي.

سرچینې لیکلي، هغه څېړنې چې علمي ارزونه یې تر اوسه بشپړه شوې نه ده، ښیي چې دا واکسین ۷۵ سلنه موثر وي.

یاد راپور کې راغلي چې د ملاریا ناروغي د میاشو له لارې انتقالېږي چې په ډېرو افریقایي هېوادونو کې ماشومان پرې اخته کېږي او هر کال د دې ناروغۍ له امله نیم میلیون ماشومان مري.

 د سرچینې په خبره، د ار۲۱ ماټریکس ـ اېم واکسین له «RTS,S/AS01» واکسین وروسته د ملاریا دویم واکسین دی چې د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا یې سپارښتنه کېږي او هیله ده چې ډېره اغېزه ولري.

سرچینې لیکلي چې د ملاریا د واکسین تقاضا بې مخینې ده او دغه راز « RTS,S/AS01» شته واکسین محدود دی.

دغه بنسټ وایي چې ار۲۱ ماټریکس ـ اېم واکسین به د هغو سیمو ډېرو ماشومانو ته ورکړل شي چې هلته د روغتیا لپاره ملاریا یو خطر وي.

د یادونې ده، د غبرګولي په ۲۲مه د پژواک د یوه خپاره شوي راپور له مخې د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولینو د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې د ملاریا د پېښو له ډېرېدو خبر ورکړی وو.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.