کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): یو ښوونکي چې د خپل ژوند ۵۴ کلونه یې د هېواد د پوهنې په خدمت کې تېر کړي وایي، په هیڅ نظام کې ښوونکو ته پاملرنه نه ده شوې او تر ټولو کمه تنخوا هغوی ته ورکول کېږي او له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې دوی ته پاملرنه وکړي.
نن د ښوونکي نړۍواله ورځ ده، پژواک خبري اژانس نن له یوه ښوونکي سره چې له پنځو لسیزو ډېر وخت یې د پوهنې په نظام کې تېر کړی، مرکه کړې ده.
دغه ښوونکی د هېواد د پرمختګ لپاره د ښوونکو رول ډېر مهم او اساسي ګڼي او ښوونکو ته بېتوجهي لویه جفا بولي.
۷۶ کلن محمدداوود قلندري چې ۵۴ کاله یې د دې هېواد د بچیانو په ښوونه او روزنه کې تېر کړي او تر اوسه د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې دنده تر سره کوي، د ښوونکو په وړاندې د حکومتونو له بې توجهۍ ګیله لري.
قلندري د معلمۍ دنده د پروان ولایت په ګلبهار ولسوالۍ کې پیل کړه او دوه کاله یې هلته دنده تر سره کړه او بیا کابل ته راغی، د نادریې او محمداسماعیل حسنزي په لېسو کې د سرمعلم په توګه دنده ترسره کړې او بالاخره په ۱۳۹۱ کال کې یې تقاعد واخیست خو له تقاعد وروسته له ۱۳۹۲ کال نه راپه دېخوا تر اوسه په علي سینا خصوصي ښوونځي کې دنده ترسره کوي.
قلندري په معارف کې کار مقدس مسلک بولي، که څه هم دی له وجوده کمزوری دی خو په ډېرې لېوالتیا سره دې کار ته دوام ورکوي.
ښوونکی د ټولنې جوړونکی دی، خو په هیڅ نظام کې د ښوونکو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې.
نوموړی وایي، د یوه هېواد په پرمختګ کې ښوونکی مهم رول لري؛ ځکه چې ښوونکی دی چې ډاکټر، انجنیر، اقتصادپوه، حقوق پوهان او داسې نور روزي.
هغه د ښوونکو د سختیو یوې بېلګې ته په اشارې وویل: «د نجیب د حکومت په دوره کې یوه ورځ د اسماعیل حسنزي له لېسې رخصت شوم، پر سړک ولاړ وم چې یو ځوان له خپل ساتونکي سره زما مخې ته ودرېد، زما شاگرد فیضالله و، خو هغه مهال د ملي امنیت ریاست د تفتیش رییس و، سلام یې راته واچاوه او درناوی یې وکړ او کور ته یې ورسولم، دا مې یو له ښو خاطرو هم وه چې شاګرد مې داسې درجې ته رسېدلی و.»
خو د قلندري په خبره، څه وخت یې چې د پوهنې په برخه کې کار کړى، په هیڅ نظام کې ښوونکو ته جدي پاملرنه نه ده شوې او دا يو لوی ظلم دى.
هغه د بېلګې په توګه وويل: «د ښوونکي په ورځو کې به د خلق او پرچم په دورو کې هم د کورونو او ځمکو ژمنې ورکول کېدې خو ژمنې عملي نه شوې او اوس هم د ښوونکي ورځ يوازې په نامه ده او د عادي ورځو په څېر تېریږي.»
د هغه په وينا، په ټولو نظامونو کې په ځانکړې توګه په جمهوريت کې ډېرې پیسې راغلې او د دولتي کاکوونکو معاشونه به لوړېدل: خو تر ټولو لږ معاش ښوونکو ته ورکول کېده.
د يادونې ده، د جمهوريت په دوره کې د يوه ښوونکي تر ټولو ډېر معاش ۱۲زره افغانۍ او تر ټولو لږ معاش يې شپږ زره افغانۍ و. او اوس هم په لږ توپیر سره ښوونکي په همدې اندازه معاش اخلي.
قلندري د تقاعد شوو ښوونکو د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو وویل: «زما د عمر په شان ډېری ښوونکي چې تقاعد شوي، په کراچيو د کار کولو له لارې د ژوند چارې پر مخ وړي، په دې دوو کلونو کې تقاعد شوو ته تنخواوې نه دي ورکړل شوې او ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ دی.»
نوموړي له ۷۰مې لسیزې مخکې د ښوونکو وضعیت ته په اشارې وویل، پر دې سربېره چې هغه مهال هم د ښوونکو معاشونه کم وو، خو یوه ښوونکي د معاش ترڅنګ کوپون هم درلود چې د خوراکي توکو ډېره برخه به یې وړیا ترلاسه کوله.
هغه زیاته کړه: «هغه مهال به د ښوونکو معاشونه یوازې د ترکاري او میوو د پېرلو لپاره وو خو نن چې کوم معاش ښوونکي اخلي یوازې دوې بوجۍ اوړه پرې پېرلی شي.»
د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ښوونکو د ژوند وضعیت ښه کېدو ته پاملرنه د قلندري یوه غوښتنه ده.
د زدهکوونکو د چلند او سلوک بدلون بله موضوع ده چې قلندري ورته اشاره وکړه
قلندري وایي: «پخوا زدهکوونکو د درسونو زدهکولو لپاره ډېره هڅه کوله خو اوسمهال درسونو ته د زدهکوونکو پاملرنه کم شوې او یو شمېر یې له ښوونکو سره ګستاخانه چلند کوي.»
د هغه د څرګندونو پر اساس، هغه مهال چې ښوونکی و، زدهکوونکي په نظم او ډسپلین برابر وو، ډېری یې درس او تعلیم ته لېوالتیا درلوده او د معقول عذر د نه شتون په صورت کې یې غیرحاضري نه کوله، خو اوس هغسې نه ده، زدهکوونکي له لږ چمتووالي سره ښوونځي ته راځي او په بېلابېلو بهانو غیرحاضري کوي.
له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ بندیز د اندېښنې وړ دی.
قلندري چې په خپله کورنۍ کې یې د نجونو تعلیم او تحصیل ته تل لومړیتوب ورکړی او پام یې ورته کړی، وايي چې د نجونو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د دروازو له تړل کېدو اندېښمن دی.
هغه زیاته کړه: «په ښوونیز نظام کې په څو کلونو کې د پام وړ بدلونونه راغلي خو له زدهکړو د نجونو منع کول را ته د اندېښنې وړ ده، نجونې د هلکانو په پرتله زیارکښې او لایقې دي او د زدهکولو ښه وړتیا لري.»
د هغه په اند، که وضعیت همداسې دوام وکړي، په نږدې راتلونکي کې به تعلیمي او تحصیلي نظام د ښځینه ښوونکو او روغتیایي سکټور به د ښځینه پرسونل (ډاکټرې، نرسه، قابلې او نور) له کمښت سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د نجونو د زدهکړو مخالف نه دي، خو تر هغه مهاله چې نجونو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابریږي، ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن