ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سفارت: د اسلام‌اباد د پولیسو له مشر سره مو د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

سفارت: د اسلام‌اباد د پولیسو له مشر سره مو د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

author avatar
6 Oct 2023 - 01:37
سفارت: د اسلام‌اباد د پولیسو له مشر سره مو د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې
author avatar
6 Oct 2023 - 01:37

اټلانټا (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲) : په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي چې د دغه سفارت یوه پلاوي د اسلام‌اباد پولیسو له مسوولینو سره لیدلي او د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورونو او نورو اړوند ستونزو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت لخوا د تلې په ۱۳مه، د شپې ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دسفارت د مهاجرینو څانګې او قونسلي چارو ګډ پلاوي د اسلام‌اباد د پولیسو له مشر، اکبر نصیرخان په مشرۍ پاکستاني لوري سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د سفارت پلاوي جوته کړه چې په پاکستان او ځانګړې توګه په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو ژوند د پولیسو له لاسه ډېر تنګ شوی.

سفارت ویلي، د بې‌اسنادو ترڅنګ اسناد لرونکي کډوال نیول کیږي، ښځي او ماشومان ځورول کیږي چې دا ډول کړنو لویي اندیښنې راپارولی دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني لوري وویل، که څه هم حکومت یې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په برخه کې امنیتي ادارو ته قاطع امر کړی خو کوښښ کوي چې سند لرونکي کډوال، همداراز ښځي او ماشومان ونه نیسي.

سفارت ویلي،  هڅه کوي څو د افغان کډوالو ستونزو ته عاجله حل لاره پیدا او په دې برخه کې له پاکستاني چارواکو اود مهاجرینو په چارو کې نړیوالو ادارو سره اړیکې او لیدنې ډېرې کړي ترڅو دافغان کډوالو د ځورونې دا لړۍ ودروله شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته د یوې میاشتې پورې د وتلو ضرب الاجل ورکړی او پولیسو لا دمخه د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې تېره اونۍ هلته شاوخوا زر تنه افغان کډوال نیول شوي وو او د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا هلته عملیات شوي او سلګونه افغان کډوال یې نیولي او په ځینو سیمو کې یې د هغوی کوډلې او کورونه  هم ړنګ کړي دي.

ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کمشنرۍ، د بخښنې نړۍوال سازمان او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان پر دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې د کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ددواړو هېوادونو اړیکې خرابوي.

Views: 174

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.