ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې له ۶۴ روغتیایي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه

اروزګان کې له ۶۴ روغتیایي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه

author avatar
7 Oct 2023 - 18:11
اروزګان کې له ۶۴ روغتیایي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه
author avatar
7 Oct 2023 - 18:11

ترینکوټ (پژواک، ١٥ تله ١٤٠٢): د اروزګان د عامي روغتیا ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت له ۶۴ روغتیایي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.

د اروزګان د عامي روغتیا ریاست مرستیال ملا فتح‌خان وویل، د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت له ۶۴ روغتیایي مرکزونو سره د ۷۲ قلمه طبي وسایلو او ۳۰ قلمه درملو مرسته وشوه.

دغه راز، اروزګان کې د افغان روغتیایي او پرمختیایي (AHDS) موسسې مسوول ډاکتر رحیم‌الدین نورزاد وویل، د یونیسف ادارې له خوا مرسته شوي درمل او وسایل به ډېر ژر روغتیایي مرکزونو ته انتقال شي.

هغه زیاته کړه، په طبي وسایلو کې د عملیات خونې وسایل، د زېږون چپرکټونه، د بستر چپرکټونه، د فزیوتراپي وسایل، د لومړنیو روغتیايي مرستو کېټونه، د واکسین یخچالونه او اداري وسایل شامل دي چې د دغه ولایت د ډېرو روغتیايي مرکزونو ستونزې به ورسره حل شي.

نورزاد وایي، یونیسف له دې مخکې هم د دغه ولایت له روغتیایي بنسټونو سره مرستې کړې او راتلوونکي کې به هم ورسره مرستې وکړي.

دغه راز، د مرکز ترینکوټ یوه اوسېدونکي محمدنعیم وویل، د دغه ولایت یو شمېر روغتیایي مرکزونه د وسایلو او درملو له کمښت سره مخ وو چې له دې مرستې سره به يې دغه ستونزه هواره شي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.