Language

بامیان کې ګرځندوی صنعت ځایي اوسېدونکو ته د لنډمهال کار زمینه برابره کړې

بامیان (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وایي چې تېرو شپږو میاشتو کې دغه ولایت کې له ۱۱۵ زرو ډېرو ګرځندویانو له حضور سره د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې ده.

د دغو مسوولینو په خبره، بامیان د افغانستان په کچه یو لرغونی او تاریخي ولایت دی چې ډېر په زړه پوري او تاریخي ځایونه لري او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ورته راځي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی یوه کارپوه حمزه یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د ګرځندوی صنعت د نړۍ په کچه یو له ډېرو عایدولرونکو صنعتونو دی چې د توریستي سیمو د اوسېدونکو په کار او عایداتو کې مهم رول لري.

د هغه په خبره، د روان کال په دوو لومړیو ربعو کې - چې دغه ولایت کې د سیاحت، تفریح او ګرځندوی لپاره مناسب فصل دی - د ګرځندویانو حضور، د سیمې نږدې ۶ زرو کسانو ته د لنډمهالو کارونو زمینه برابره کړې ده.

login or register a new account.