Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان د بورکې ولسوالۍ ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

پلخمري (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): د بغلان د بورکې ولسوالۍ مقام ته د څه باندې ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي د تلې په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، بورکه د بغلان یوه لرې ولسوالي ده چې د لومړي ځل لپاره يې مقام ته ودانۍ جوړیږي.

دی وایي: «دغې ولسوالۍ له دې مخکې ودانۍ نه لرله، حکومتي مامورینو یې په ورانو خټینو خونو کې خدمات وړاندې کول.»

دغه راز، د بورکې ولسوال ملا عبدالمنان حذیفه هم وایي، په لومړي دې ولسوالۍ ته ودانۍ جوړېږي او زیاتوي چې ۲۱ میلیونه ۱۵۲ زره او ۵۶۸ افغانۍ لګښت لري او په شپږو میاشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

هغه وویل، دغه درې پوړیزه ودانۍ ۲۶ خونې لري او لګښت یې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.