ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قوش‌‌تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې شوې او د دویم یې پیلېږي

د قوش‌‌تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې شوې او د دویم یې پیلېږي

author avatar
11 Oct 2023 - 12:15
د قوش‌‌تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې شوې او د دویم یې پیلېږي
author avatar
11 Oct 2023 - 12:15

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ د قوش‌تیپي کانال د لومړي فاز ګټې اخیستنې ته د سپارلو او د دویم فار کار پیلېدو مراسمو کې د ګډون په موخه بلخ ته سفر وکړ.

د راپورونو له مخې، د قوش‌تېپې کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ کیلومتره پلنوالی او اته عشاریه پنځه متره ژوروالی لري او په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.

دغه کانال – چې د راپورونو له مخې د امو سیند د لس میلیارد متر مکعب اوبو تېرولو ظرفیت لري – د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیل شوی او له جوزجانه په تېرېدو د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.

د قوش‌تېپې کانال جوړولو کار د تېر کال د وري په لومړیو کې پیل شوی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد کانال د لومړي فاز کار له ټاکل شوي وخته اته میاشتې مخکې بشپړ شوی دی.

د سرچینې معلوماتو له مخې، د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د امو له سینده پیلېږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتو تېرېږي او تر دولت‌اباد ولسوالۍ پورې رسېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي نن سهار د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز ګټې اخیستنې ته د سپارلو او د دویم فاز چارو د پیل مراسمو کې د ګډون په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ.

مسوولین وايي، د دغه لوی کانال د امکان‌سنجۍ مطالعات په ۱۳۹۷ کال کې پیل شوي وو او کار به یې په درېیو فازونو کې بشپړ شي.

د هغوی په وینا، د دې پروژې ټول کارونه د ۶۰ میلیارد افغانیو په لګښت د هېواد له ملي بودجې او د افغانستان ملي پراختیا شرکت له خوا پلي کېږي.

Views: 97

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.