Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د نشه‌يي توکو قاچاق په تور شپږ کسان نيول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په سپين‌غر ولسوالۍ کې يې د ۹۰ کلچې خامو چرسو د قاچاق په تور شپږ کسان نيولي دي.

د مسوولینو په وينا، په نیول شوو کې څلور د خيبر پښتونخوا او دوه د ننګرهار اوسېدونکي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د تلې په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د ننګرهار سپين‌غر ولسوالۍ د مامند درې په مورګې سيمه کې د یوه اندازه چرسو د قاچاق په تړاو شپږ کسان نيول شوي دي.

دی وايي، له دغو کسانو څه باندې سل کیلوګرامه چرس هم ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه: «دغه کسان هغه مهال نیول شوي چې غوښتل يې یاد نشه‌يې توکي له فرضي کرښې پورې غاړه واړوي، نیول شوي کسان د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته اړوند قانوني مرجع ته استول شوي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست هم پژواک ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو دغه خبر تاييد کړی دی.

څو ورځې مخکې هم د خالد بن وليد قول‌اردو مسوولينو د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ۲۸ کسان نيولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.