کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۲): د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
د ایران پرېس خبري اژانس راپور له مخې، د دولت ناستې په څنډه کې د ایران کورنیو چارو وزیر د ایران پرېس خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «ایرانیانو په خلاصه غېږه افغان کډوال منلي، جواز لرونکي اتباع به سمبالېږي او هغوی چې جواز نه لري، باید بېرته ستانه شي.»
هغه زیاته کړه: «د افغانستان وګړو سمبالولو په اړه د خلکو اندېښنې مني او جبران به شي.»
د هغه په خبره، د ایران او افغانستان د اړیکو ننګول د «دښمنانو دسیسه» ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د راپور پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ایران سفیر او استازي حسن کاظمي قمي څه وخت مخکې ویلي وو چې هېواد یې د ډېر شمېر افغان کډوال کوربه دی.
هغه څرګنده کړې وه چې په ایران کې لږ تر لږه شپږ میلیون افغانان اوسېږي، ۷۵۰ زره افغان ماشومان په دغه هېواد کې په زدهکړو او له یو میلیون ډېر په کار بوخت دي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن