اټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): عمان د کرکټ په څلورمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او په روانه لړۍ کې څلور پر صفر مخکې ده.
ددې لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې (ابدالیانو) وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د افغانستان توپوهونکي یو ځل بیا ناکام شول او د منډو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شول.
د افغانستان الف لوبډلې په شلو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۹ مندې جوړې کړې او عمان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ.
د افغان ابدالیانو له لوري لوبډلمشر شاهد الله کمال ۳۱، اعجاز احمد احمدزی ۲۰، محمد شهزاد ۱۸ او ننګیالی خان د پام وړ ۱۶ منډې جوړې کړې.
د عمان لوبډلې یاد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري قیس احمد، ننګیالی خان، سلیم صافي او محمد ابراهیم شریفي یو یو لوبغاړي وسوځول.
تر دې مخکې عمان په درېیو شل اووریزو لوبو کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه، خو تر هغې مخکې دوه یوه ورځنۍ لوبې افغانستان ګټلې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP