منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

عمان د کرکټ په څلورمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۱ کتنې
Ayaan Mohammed khan of Oman A plays a shot during the ACC Men's Emerging Teams Asia Cup 2023 cricket match between Afghanistan A and Oman A at the Colombo Cricket Club Ground, Colombo, Sri Lanka on July 13, 2023.

Photo by: Pankaj Nangia / Creimas / Asian Cricket Council
Ayaan Mohammed khan of Oman A plays a shot during the ACC Men's Emerging Teams Asia Cup 2023 cricket match between Afghanistan A and Oman A at the Colombo Cricket Club Ground, Colombo, Sri Lanka on July 13, 2023. Photo by: Pankaj Nangia / Creimas / Asian Cricket Council

اټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): عمان د کرکټ په څلورمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان  ته ماتې ورکړه او په روانه لړۍ کې څلور پر صفر مخکې ده.

ددې لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې (ابدالیانو) وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د افغانستان توپوهونکي یو ځل بیا ناکام شول او د منډو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شول.

د افغانستان الف لوبډلې په شلو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۲۹ مندې جوړې کړې او عمان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ.

د افغان ابدالیانو له لوري لوبډلمشر شاهد الله کمال ۳۱، اعجاز احمد احمدزی ۲۰، محمد شهزاد ۱۸ او ننګیالی خان د پام وړ ۱۶ منډې جوړې کړې.

د عمان لوبډلې یاد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري قیس احمد، ننګیالی خان، سلیم صافي او محمد ابراهیم شریفي یو یو لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې عمان په درېیو شل اووریزو لوبو کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه، خو تر هغې مخکې دوه یوه ورځنۍ لوبې افغانستان ګټلې وې.