ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ځینو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکل؛ خلک: حکومت دې د دغه کار مخنیوی وکړي

بلخ کې د ځینو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکل؛ خلک: حکومت دې د دغه کار مخنیوی وکړي

author avatar
23 Oct 2023 - 13:36
بلخ کې د ځینو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکل؛ خلک: حکومت دې د دغه کار مخنیوی وکړي
author avatar
23 Oct 2023 - 13:36

مزارشریف (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، په دغه ولایت کې ځیني شخصي روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې ‌لیکي او په دغه کار یې خپل تجارت روان کړی دی.

هغوی ټینګار کوي چې ډاکټران باید د خلکو بېوزلي په پام کې ونیسي او د شفري نسخو له لیکلو دې ډډه وکړي.

په دې اړه د مزارشریف ښار اوسېدونکي فرشید پژواک ته وویل: «وخت ناوخت چې د کورنۍ غړي مو ناروغ کېږي او هر خصوصي روغتون یا ډاکټر ته چې مراجعه کوو نو د شفري نسخو لیکلو شاهدان یو، د اړوند روغتون له درملتون پرته یې بل درملتون لوستلی نه شي، بېرته له مجبورۍ هماغه روغتون یا درملتون ته ورځو او یو نسخه درمل چې اصلي بیه یې پنځه یا شپږ سوه افغانۍ وي، په زر یا یونیم زر افغانیو اخلو.»

هغه وايي چې یو شمېر ډاکټران په دغه کار سره پر بېوزلو خلکو او ناروغانو تجارت کوي.

دغه راز د مزارشریف ښار بل اوسېدونکی فریدون سادات هم وايي، شفري نسخې د دې لامل شوې چې درمل په لوړه بیه وپلورل شي، په داسې حال کې چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، د ولسوالیو ډېری ناروغ لرونکي خپل کرنیز محصولات پلوري، په سختۍ پیسې پیدا کوي او شخصي روغتونونو ته مراجعه کوي، کله چې کور ته له ستنېدو وروسته یې درمل خلاصېږي، نو اړ دي چې ډېره کرایه ورکړي او له لرې سیمې هماغه روغتون ته مراجعه وکړي او خپل درمل بیا وپېري.

د هغه په وینا، که نسخې په کمپیوټري او شفافه توګه ولیکل شي، نو ناروغ‌لرونکي به له سرګردانۍ پرته  د اوسېدو ځای ته له نږدې درملتونونو درمل ترلاسه کوي.

په مزارشریف ښار کې یو درمل پلورونکی اکبرشاه احمدي هم وایي چې ډاکټران د خپلو شخصي ګټو په خاطر ناروغ‌لرونکو ته شفري او قیدي نسخې لیکي څو ناروغان د هغوی له شخصي درملتونونو درمل وپېري.

هغه زیاتوي چې درمل‌پلورونکي ډېرې نسخې نه شي لوستلی، ځیني یې خلکو ته غلطې دواګانې هم ورکوي چې له امله یې د ناروغانو وضعیت نور هم خرابېږي.

احمدي دغه راز وایي، یوه نسخه درمل چې ډاکټران یې خپلو شخصي درملتونونو کې په ۱۵۰۰ افغانۍ پلوري، په نورو درملتونو کې شاوخوا ۸۰۰ افغانۍ بیه لري.

یو بل درمل پلورونکی سمیع‌الله پویا هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې یو شمېر ډاکټران نه یوازې په بلخ، بلکه په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ناروغ لرونکو ته شفري نسخې لیکي.

یادو کسانو له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې د ډاکټرانو د دې ډول کړنو مخنیوی وکړي.

هڅه مو وکړه چې له یو شمېر ډاکټرانو سره هم د شفري نسخو لیکلو په اړه خبرې وکړو خو یو هم په دې تړاو مرکې ته حاضر نه شو.

ورته‌ مهال، د بلخ د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو امر ډاکټر جاوېد سراجي د ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو لیکلو د مخنیوي ډاډ ورکړ.

هغه وایي، که ډاکټران د شفري نسخو له لیکلو ډډه ونه کړي، جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه زیاتوي، له تېر یونیم کال راهیسې یې د عامې روغتیا وزارت په امر د دغه ولایت د شاوخوا ۵۰ ډاکټرانو کتنځایونه او روغتونونه د شفري نسخو لیکلو له امله د پنځو ورځو لپاره تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ډاکټرانو له ‌لوري د شفري او غیرقانوني نسخو لیکلو کلک مخنیوی کوي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.