کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): یونیسف وایي چې په یوه میاشت کې د دغه بنسټ د ملاتړ مرکزونو له لارې له ۶ میلیونو ډېرو کسانو ته لومړني روغتیایي او غذایي خدمتونه وړاندې شوي او له ۲۸۸ زرو ډېرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روان کال د سپټمبر میاشت کې د دغه بنسټ د ملاتړ مرکزونو له لارې روغتیایي او غذایي خدمات وړاندې شوي چې د دغو خدمتونو ترلاسه کوونکي ډېری ماشومان دي.
سرچینې دغه راز لیکلي چې په دې موده کې د دغه بنسټ په مرسته د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۲۸۸۵۰۰ ډېرو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
یونیسف پر خپلې ویپ پاڼې په افغانستان کې د دغه بنسټ د بشري وضعیت تر عنوان لاندې راپور هم خپور کړی دی.
دغه راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۳ کال په سپمتبر میاشت کې د یاد بنسټ د ملاتړ مرکزونو له لارې له ۶ میلیونو ډېرو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي چې د دغو کسانو نیمایي یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.»
د سرچینې په خبره، د یادو شمېرو له مخې، ۲۵۰ زره ماشومانو ته چې ۴۳ سلنه یې نجونو دي لومړني روغتیايي او غذایي خدمات وړاندې شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له دې ډلې ۱۱۳۴ یې معلول ماشومانو وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې یونیسف د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ۲۸۸۵۵۵ کسانو د ژورو څاه ګانو کیندلو، د لمریزې برېښنا او د اوبو د تصفیه وسایلو د نصبولو له لارې د څښاک پاکې اوبو برابرې کړې دي.