Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپرست حکومت د هېواد ژبو لا بډاینې په موخه د ژبو عالي شورا جوړه کړه

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین په مشرۍ د هېواد د ژبو لا بډاينې او معياري کولو په موخه د ژبو عالي شورا جوړه او خپله لومړنۍ ناسته یې ترسره کړه.

باختر خبري آژانس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ژبو عالي شورا د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د حکم پر اساس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنرمعین په مشرۍ جوړه شوې چې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د افغانستان علومو اکاډمۍ، د خلکو د فرهنګ ریاست، لیکوالان او ژبپوهان يې غړيتوب لري.

سرچینه زیاتوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا جوړه او خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

د ژبو عالي شورا د جوړېدو موخه د هېواد ژبو لا بډاینه او معياري کول  ياد شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.