کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د نړۍوالو مرستو جلبولو په موخه د یوه څلور کسیز پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (شنبه، د لړم ۶ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د قطر هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نړۍوالو روغتیايي سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له استازو سره وګوري.
سرچينې ليکلي چې د دغه سفر موخه په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو لپاره د نړۍوالو همکاریو راجلبول دي.
د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دغه سفر موخه په روغتیا برخه کې د همکاریو جلبول دي.
هغه زیاته کړې چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي څو هېواد کې د روغتیا سکټور معیاري شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره دا ډول سفرونه ډېر اړین دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP