Language

غزني کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ پیل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د روږدو ټولولو او درملنې بهیر پیل شو او تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ روږدي ټول شوي دي.

د غزني والي حافظ امین‌جان عمري رسنیو ته وویل چې د دغه ولایت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت د غزني ښار اړوند علي لالا سیمه کې یو کمپ جوړ کړی چې د شاوخوا پنځه سوه کسانو ځایولو وړتیا لري.

هغه دغه راز وویل چې ټولېدونکي روږدې لومړی دغه کمپ ته وړل کېږي او بیا یې درملنه پیلېږي.

نوموړي زیاته کړه، روږدي په ښار کې پر خلکو بوج دي؛ ځکه يې د ټولولو او درملنې لپاره اقدام وشو او وايي چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ روږدي ټول شوي او دا لړۍ به د هغوی تر بشپړ ټولېدو دوام ولري.

login or register a new account.