غزنيښار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د روږدو ټولولو او درملنې بهیر پیل شو او تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ روږدي ټول شوي دي.
د غزني والي حافظ امینجان عمري رسنیو ته وویل چې د دغه ولایت له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت د غزني ښار اړوند علي لالا سیمه کې یو کمپ جوړ کړی چې د شاوخوا پنځه سوه کسانو ځایولو وړتیا لري.
هغه دغه راز وویل چې ټولېدونکي روږدې لومړی دغه کمپ ته وړل کېږي او بیا یې درملنه پیلېږي.
نوموړي زیاته کړه، روږدي په ښار کې پر خلکو بوج دي؛ ځکه يې د ټولولو او درملنې لپاره اقدام وشو او وايي چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ روږدي ټول شوي او دا لړۍ به د هغوی تر بشپړ ټولېدو دوام ولري.
د عمري په خبره، ټولېدونکي روږدي به له ۴۵ ورځنۍ درملنې او مشورې ورکولو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
والي وویل چې د روږدو ټولولو مسوولیت د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت په غاړه دی، اعاشه او اباطه یې د غزني ولایت مقام، سرې میاشتې، کرنې ریاست، امر بالمعروف او نورو ادارو له خوا کېږي او درملنې برخه کې یې د عامې روغتیا ریاست مرسته کوي.
بلخوا روږدي کسان وایي چې حکومت دې له هر څه مخکې لومړی په ښار کې د نشهيي توکو د پلور مخه ونیسي او د دوی ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.
یوه روږدي لعلګل پژواک ته وویل: «موږ د نشو ترڅنګ نورې ستونزې هم لرو، رنځوران یو، رواني ستونزې او نور هم، په ښه وضعیت کې نه یو.»
هغه زیاته کړه، که حکومت د روږدو درملنه کوي، نشهیي توکي چې په ښار کې خرڅېږي، د هغو مخنیوی دې وشي، د نشهیي توکو قاچاق کوونکو ته دې سزا ورکړي او کارخانې دې له منځه یوسي.
بلخوا د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي د نشهیانو ټولېدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي چې سمه درملنه یې وشي څو له دې ستونزې د تل لپاره خلاص شي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي محبوبشاه پژواک ته وویل: «غزني ښار کې پر نشهیي توکو د اخته کسانو شمېر زیات دی، د خلکو ژوند یې هم له ستونزو سره مخ کړی، روږدي کسان له دوکاندارانو او کورونو په رڼا ورځ غلا کوي.»
د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو په وینا، غزني کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۸ زره کسان پر نشو روږدي دي چې ۵۴ زره یې یوازې په مرکز او پاتي نور په ولسوالیو کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









