فیضاباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲ ): مسوولین وايي چې د پامیر – اشکاشم سړک پراخولو او هوارولو چارې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې پیل شوې.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت د دغه وزارت د انجنیرۍ او استحکام رییس مولوي نصرالله منصور، د ۲۱۷ عمري قولاردو قوماندان مولوي امانالدین منصور، د عمر ثالث ۲۱۹مې فرقې قوماندان ملا حافظ مجاهد او یو شمېر نورو مسوولینو بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه سړک د پراخولو او بیارغولو د کار پرانیسته وکړه.
لوی درستیر د دې پروژې په پرانیسته کې وویل چې د دې لویې لارې په جوړېدو سره به د بدخشان د خلکو اقتصاد د پام وړ وده وکړي.
هغه زیاته کړه چې د یادې حیاتي پروژې کار په ښه او صادقانه توګه د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ ریاست تر جدي څارنې لاندې ترسره کېږي.
بلخوا، د اشکاشم ولسوال مولي حیاتالله حمیدزاده وايي چې دغه لویه لار د ۲۲ متره په سور او د لسګونه کیلومتره په اوږدوالي د اشکاشم له ولسوالۍ پیل او تر کوچني پامیر پورې غځېږي چې د دفاع وزارت د انجنیرۍ ټيم له لوري به یې کارونه ترسره شي.
ورته مهال، د سیمې یوه اوسېدونکي صفیالله د دې پروژې د کار پر پیلېدو خوښي څرګنده کړه، ویې ویل، هیله ده چې دغه لار په پاخه او اساسي ډول جوړه شي او یوه ورځ د هېواد له مهمو بندرونو وګڼل شي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن