ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۶۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

هند کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۶۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
30 Oct 2023 - 10:51
هند کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۶۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
30 Oct 2023 - 10:51

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په اندراپردېش ایالت کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.

«د ټايمز اف انډيا» ويب‌پاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه تېر ماښام د اندراپردېش ایالت د ویزیانګرم ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ځايي پولیسو مشرې اېم دیپیکا نن ویلي چې په دې پېښه کې ۱۳ کسان مړه او تر ۵۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي چې پېښه د اور‌ګاډو د ګړندي تګ له امله شوې چې له امله یې د ۳۳ نورو اور‌ګاډو تګ راتګ لغوه شوی دی.

د هند لومړي وزير نریندرا مودي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هند د اورګاډو له وزیر سره یې پر دې موضوع خبرې کړې او چارواکو ته يې ويلي چې له زیانمنو سره مرستې وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.