ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار کمپنۍ ساحه کې د مېوې او سبزي مارکېټ پرانیستل شو

د کابل ښار کمپنۍ ساحه کې د مېوې او سبزي مارکېټ پرانیستل شو

author avatar
31 Oct 2023 - 16:47
د کابل ښار کمپنۍ ساحه کې د مېوې او سبزي مارکېټ پرانیستل شو
author avatar
31 Oct 2023 - 16:47

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): په کمپنۍ کې د مېوې او سبزي یو مارکېټ چې د کابل ښاروالي له لوري یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکول شوی و، پرانیستل شو.

یاد مارکېټ د کابل ښار کمپنۍ سیمې په نقاش تمځای کې موقعیت لري او نن (سه‌شنبه) پرانیستل شو.

د یوه سوداګریز شرکت رییس سمیع‌الله شاهد چې د یاد مارکېټ قرارداد یې اخیستی، وایي، د دې ساحې قرارداد یې د یو کال لپاره د کابل له ښاروالۍ اخیستی او هره میاشتې دې ادارې ته ۶۵۰ زره افغانۍ کرایه ورکوي.

هغه زیاته کړه، غواړي چې دغه قرارداد د اوږودمهال لپاره تمدید کړي څو له ۱۶ تر ۱۷ میلیون ډالره پانګونه وکړي او له دې لارې د مېوې او سبزیجاتو پلور لپاره غوره فضا رامنځته شي.

نوموړي څرګنده کړه، په دغه مارکېټ کې ۶۶ هټۍ او اووه ګودامه دي او دغه راز غواړي چې یاده ساحه کې معیاري او مجهزې سړې‌خونې هم جوړې کړي.

د شاهد د خبرو له مخې، دا سیمه نږدې ۲۰ تر ۲۵ جریبه ځمکه ده.

ورته مهال، د مارکېټونو د تنظیم ریاست د جرمونو د ثبت امر مولوي خلیل‌الرحمن هم د یاد مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې وویل، دغه مارکېټ د کابل له ښاروالۍ په قرارداد نیول شوی او د ټولو خلکو ګټه ده په کې.

د هغه په خبره، خلک او اسلامي امارت دې د سوداګرو هر اړخیز ملاتړ وکړي.

له بلې ‌خوا، د کمپنۍ په بازار کې د مېوو یو پلورونکی حامد وایي، د مارکېټ په پرانیستل کېدو خوښ دی؛ ځکه مخکې د مارکېټ او سړو خونو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو.

نوموړي زیاته کړه، د سړو ‌خونو شتون د مېوو بیه لوړوي او د مېوو په ساتنه کې ګټور ثابتېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د سلواغې په ۲۴مه د کابل ښار په ختیځ زون، بګرامي کې هم د مېوې او سبزیو یو مارکېټ پرانیستل شوی و.

Views: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.