ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستل ودروي

حزب اسلامي: ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستل ودروي

author avatar
3 Nov 2023 - 12:13
حزب اسلامي: ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستل ودروي
author avatar
3 Nov 2023 - 12:13

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): حزب اسلامي له پاکستان او ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي؛ د ښه ګاونډیتوب پولې دې پر دښمنۍ نه بدلوي او داسې تګلارې دې نه غوره کوي چې نفرتونه او دښمنۍ زېږوي.

وړمه ورځ په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوي ضرب‌الاجل وروستۍ ورځ وه چې د کډوالۍ اسناد نه لري. د معلوماتو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه دا ډول افغانان په پاکستان کې اوسېږي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقلي د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ته ویلي، د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کېږي او د منقولو شتمنيو، ترانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه هم نه ورکول کېږي.

ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د یادو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

حزب اسلامي هم په دې اړه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «افغانستان د خپل حساس ستراتيژيك موقعيت له كبله په تېرې نيمي پېړۍ كي د دوو استعماري ځواكونو تر بريد لاندي راغى، ‏اوږد او نابرابر تحميلي جنګ پرې وتپل شو؛ د شوروي تهاجم په دوران كي پاكستان او ايران افغان مهاجرينو ته پناه وركړه او د افغانانو د مقاومت ملاتړ یې وكړ؛ دا ځكه چي دواړو هېوادونو پر افغانستان بريد پر دوى د بريد مقدمه ګڼله، اما د امريكا او ناټو بريد په ارتباط د دواړو تګلاره تر مخكنۍ ژور توپير درلود؛ متأسفانه د دواړو هېوادونو د وخت حكومتونو د اشغالګرانو ملګرتيا وكړه؛ كه د ګاونډيو ملګرتيا نه واى نو نه به امريكا پر افغانستان بريد كړى و او نه به د افغانستان پر اشغال توانېدلې وه؛ نه به یې نن اته میليونه مهاجر په نړۍ كې خواره شوي وو؛ افغانستان، ولس یې او اته میليونه مهاجرين یې؛ د همدې نيابتي او تپل شوي جنګ قربانيان دي؛ هيڅ افغان او مخصوصاً هيڅ مهاجر دا ګومان نه كاوه چي زموږ دغه ګاونډيان به له اشغالګرانو سره د افغانستان په اشغال كې په پراخ لاس مرسته كوي او بيا به يو وخت دوى په زور او جبر شړي او هغه هم داسې چې هره ورځ په لسګونو زره باسي او په لسګونو زره نيسي او زندانونو ته یې استوي!! ايستل یې د ژمي په پيل كې؛ داسې چې نه دوى په خپله د سوړ ژمي لپاره د تياري فرصت او توان لري او نه یې حكومت ستونزې حل كولى شي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې: «دغو ګاونډيو ته وايو: الله تعالى زموږ برخليك سره تړلى دی، د تېر تاريخ په اوږدو كي كله موږ ګاونډيو ته په تګ مجبور شوي يو او كله هغوى افغانستان ته په پناه راوړلو؛ دا تجربې بيا بيا تكرارېدى شي؛ د عقل تقاضا دا ده چي نه خپلي ښېګڼي په اوبو لاهو كړو او نه د مستقبل ناڅاپي پېښي له پامه وغورځوو. كه پر دغو هېوادونو د افغانستان په څېر حالت وتپل شو؛ نو يوازينى پناه ځى به یې افغانستان وي!! پلونه مه ورانوئ او د ښه ګاونډتوب پولي په دښمنۍ مه بدلوئ. ستونزي بايد د تفاهم او تعقل له لاري حل شي؛ داسي تګلاري غوره نه شي چي نفرتونه او دښمنۍ زېږوي.»

حزب اسلامي له دواړو یادو ګاونډیو هېوادونو غوښتي چي د مهاجرينو اجباري ايستل ژر ودروی، دا او نورې ستونزې «له كابل سره په تفاهم» حل کړي او داسې شرائط رامنځته كړي چي «زموږ پولي د ښه ګاونډتوب پولي شي؛ داسي چي د تګ راتګ لپاره وېزو ته هم اړتيا نه وي»

سرچینه زیاتوي: «ايا د اسلامي هېوادو ملا ماته ده او حكام یې دومره ناتوان او عاجز دي چي نه شي كولى د اروپايي هېوادو په څير؛ د وېزو ضرورت منتفي كړي؛ د هر ګډ دښمن او مهاجم په خلاف د ګډي دفاع ميثاق ولري، نه يو د بل له دښمنانو سره لاس يو كړي؛ نه یې وپالي او نه پناه وركړي؛ هو؛ ستونزي لرو؛ ډېري، زړې او نوې؛ خو دا بايد په عقلانيت سره حل كړو؛ نه دا چي مزيد یې پېچلې كړو!! كه څوك د اتلولۍ تر لاسه كولو شوق لري؛ نو دا دې د سالم او رغنده سياستونو په غوره كولو كي ولټوي؛ نه د جنګونو د اور په بلولو او لمن وهلو كي!! راشئ خپل همت او مېړانه د مظلومو فلسطينيانو په حمايت او ملاتړ او د وحشي صهيونستانو په مخنيوي كي وښيو!! كه داسي ونه كړو؛ نو غزه به وروستى مثال نه وي؛ ډېر نور به د غزې په برخليك اخته كېږي!! په خپلو منځونو كي لانجې؛ دښمني، جنګونه او د دښمنانو په څنګ كي ودرېدا؛ له اوسني عبرتناك حالت سره مخامخ كړو؛ آيا نور بس نه ده؟!!»

د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمدیعقوب مجاهد هم له پاکستانه غوښتي چې پر افغان کډوالو  «روان ظلم» ودروي، هر څه چې کوي عواقب يې وسنجوي او دومره وکري چې بيا يې د رېبلو توان لري.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.