اسعداباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په ریچلام سیمه کې د نورستان – کونړ لویې لارې ساتنې په موخه د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت ۴۰۰ متره اوږد استنادي دېوال جوړولو چارې پېل شوې.
د کونړ د ټولګټو چارو رییس قاري قدرتالله معاذ پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد دېوال د دغه ریاست له خوا جوړیږي.
هغه زیاتوي، د دغه دېوال په جوړېدو به د کونړ – نورستان ترمنځ غځېدلی سړک د سیند اوبو ډېرېدو پر مهال له ویجاړېدو خوندي وي.
د نوموړي په خبره، دغه استنادي دېوال به شپږ متره لوړوالی او شپږ متره سور ولري او د جوړولو چارې به یې په ۴۰ ورځو کې بشپړې شي.
قاري معاذ د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په سیمه کې د یاد سړک ویجاړې شوې برخې هم رغول کېږي.
د ماڼوګي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالبصیر د یاد استنادي دیوال پر جوړېدو خوښي ښیي، وایي چې د کونړ- نورستان سړک – چې د نورستان او د کونړ د درېیو ولسوالیو خلک ورباندې تګ راتګ کوي- بیا رغولو ته اړتیا لري.
دی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د یادې لوی لارې اساسي جوړیدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
Views: 127
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن