میدانښار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د میدان وردګو روغتيايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسان چې ډېری ماشومان دي، لېوني سپیانو داړلي دي.
د دغه ولایت د ولایتي روغتون د بېړنۍ خونې یوه ډاکتر فریداحمد نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی ته تېره ورځ ۱۱ کسان او له نن سهار راهیسې ۹ کسان چې ټول ۲۰ کسان کېږي، وروړل شوي دي.
له دې وړاندې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس زرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي روغتون ته له پرون راهيسې ۱۴ داسې کسان وروړل شوي چې د لېوني سپیانو له خوا داړل شوي وو.
نوموړي وویل، په همدې موخه یې نن د ښاروالۍ له ریاست سره په ګډه د لېوني سپیانو د له منځه وړو کمپاین پیل کړ.
د دغه ولایت د ښاروالۍ ویاند عبدالله سهاک هم وویل چې نن یې د خپلو کارکوونکو په مرسته د لېوني سپيان د له منځه وړو کمپاین پیل کړی دی.
د همدغه ولایت د مرکز اوسېدونکي نورالله پژواک ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې یې په سیمه کې لېوني سپي ډېر شوي او دوی ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «ماشومان یوازې نه شو پرېښودلی؛ ښځو او ماشومانو سره مجبور یو لاړ شو؛ ځکه لېوني سپي ډېر خطرناک دي.»
د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکي شاه اسلام بیا له حکومته غوښتنه وکړه چې د خلکو دې ډول ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
هغه وویل: «ښاروالي دې زر د لېوني سپیانو مخه ونیسي، له پرون راهیسې یې زیات کسان داړلي دي.»
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن