ژبه

لوړ ولور؛ هغه دود چې په نیمروز کې یې د ځینو کورنیو ژوند تریخ کړی

شیما صدیقی

۱۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۹

Views: ۲۰

زرنج‌ښار (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې ډېرې کورنۍ ولور د واده د دود یوه برخه ګڼي، په نیمروز کې د ښځو او ځوانانو کیسې ښيي چې ډېر ولور اخیستل د ځینو کسانو لپاره د پورونو، کډوالۍ، کورني تاوتریخوالي او کورنیو شخړو لامل ګرځېدلی او کارپوهان یې هم پایلې ګواښوونکې بولي.

د افغانستان په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه نیمروز ولایت کې د زوم کورنۍ د واده پر لګښتونو سربېره اړ کېږي چې د ناوې کورنۍ ته د «ولور» په نوم یوه اندازه پیسې ورکړي. که څه هم ځینې کورنۍ دغه دود د عنعناتو یوه برخه او د نجونو د واده د لګښتونو برابرولو یوه وسیله بولي، خو یو شمېر ځوانان او ښځې وایي چې همدغه دود کله ناکله هغوی کلونه کلونه له پورونو، کډوالۍ او کورنیو ستونزو سره مخ کوي.

په نیمروز کې د ولور اندازه د کورنیو له مخې توپیر لري، خو معمولاً کورنۍ له درېیو تر ۱۵ لکو افغانیو پورې ولور اخلي.

د هغو ښځو کیسې چې د لوړ ولور قرباني شوې دي

د زرنج ښار اوسېدونکې ۲۳ کلنه ماه‌جبینه یوه له هغو ښځو ده چې وایي ګډ ژوند یې د لوړ ولور تر سیوري لاندې پیل شو. د هغې په خبره، مېړه یې اووه کاله په ایران کې مزدوري وکړه، څو ۱۵ لکه افغانۍ ولور او د واده لګښتونه برابر کړي؛ خو دغه واده د ارام ژوند د پیل پر ځای له کورنیو ستونزو او تاوتریخوالي سره مل شو.

هغې وویل: «مېړه مې اووه کاله په ایران کې مزدوري وکړه، څو د ولور پیسې پیدا کړي، کله چې مو واده وکړ، بېرته د کار لپاره ایران ته ولاړ او زه د خسر په کور کې پاتې شوم.»

ماه‌جبینې زیاته کړه، د مېړه په نه شتون کې اړ وه چې د کور ټول کارونه، له ډوډۍ پخولو نیولې د څارويو تر پالنې پورې، یوازې ترسره کړي او ان د مېړه د کورنۍ له اجازې پرته یې د پلار کور ته د تګ حق هم نه درلود.

هغې په داسې حال کې چې په سترګو کې یې اوښکې راغلې وې، زیاته کړه: «څو ځله د مېړه د کورنۍ له خوا وهل شوې یم؛ که زما کورنۍ د لوړ ولور اخیستو پر ځای زما راتلونکې ته فکر کړی وای، ښایي نن به مې ژوند داسې نه و.»

هغې وویل، نږدې دوه میاشتې وړاندې یې مېړه له ایرانه بېرته راستون شوی؛ خو د هغې په خبره، کورنۍ ستونزې لا هم پر ځای دي.

دا یوازې ماه‌جبینه نه ده چې لوړ ولور یې ژوند د پورونو او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې راوستلی، د زرنج ښار اوسېدونکې شبنم هم وایي: «کله چې ۱۴ کلنه وم، پلار مې زه د اته لکه افغانیو په بدل کې له یوه خپلوان سره کوژدنه کړم، کوژدن مې شپږ کاله په ایران کې مزدوري وکړه، څو د ولور پیسې برابرې کړي، کله یې چې نور د کار توان نه درلود، پلار مې یو لک افغانۍ کمې کړې او اووه لکه یې واخیستې؛ خو په دغو ټولو کلونو کې هغه ان اجازه نه درلوده چې ما وویني.»

د شبنم په خبره، سره له دې چې د واده یې دوه کاله تېرېږي، مېړه یې لا هم د واده مراسمو پورونه نه دي پرې کړي او همدا پورونه د دې لامل شوي چې هره ورځ یې په کورنۍ کې ستونزې وي.

هغې وویل: «هر ځل چې پوروړي زنګ وهي او پیسې غواړي، مېړه مې ما وهي؛ تېر کال د ډېرو وهلو له امله په داسې حال کې چې د اتو میاشتو میندواره وم، ماشوم مې ضایع کړ.»

د هغې په خبره، اقتصادي ستونزو لامل شوې چې ان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو هم بې برخې پاتې شي.

شبنم چې وایي مېړه یې د درملنې لګښت نه شي ورکولای، زیاته کړه: «شپه او ورځ دردونه ګالم، خو څوک مې ډاکټر ته نه بیايي؛ خواښې مې وایي، زما د زوی عاید باید د واده د پورونو په خلاصولو کې ولګېږي.»

د هغې په خبره چې د پورونو له امله اندېښنو یې د ګډ ژوند ارامي له منځه وړې ده. د نوموړې په خبره: «کله کله تر سهاره نه زه خوب لرم او نه مې مېړه؛ هغه د پورونو خلاصولو په فکر کې وي او زه په دې چې سبا به کومه شخړه رامنځته کېږي.»

شبنم وایي، له مېړه سره د مرستې لپاره اړه شوه چې په پټه له خپلې خور یو لک افغانۍ پور واخلي او د واده د پورونو یوه برخه پرې کړي.

د ولور د پیسو پیدا کولو په لټه کې

۳۰ کلن عبدالقیوم چې پنځه کاله مخکې کوژده شوی وایي، لا هم نه دی توانېدلی د واده مراسم ترسره کړي؛ ځکه د کوژدنې کورنۍ یې ۱۰ لکه افغانۍ ولور غوښتی دی.

هغه وویل: «پنځه کاله کېږي شپه او ورځ کار کوم، درې کاله مې په ایران کې مزدوري وکړه، رد مرز شوم، بېرته لاړم؛ هر څومره پیسې چې پیدا کوم، یا د ژوند په لګښتونو مصرفېږي او یا یې د ولور لپاره ورکوم، لا هم نږدې درې لکه افغانۍ پاتې دي، د نجلۍ کورنۍ وایي، تر هغه چې ټولې پیسې یې نه وي ورکړې، واده نه ورکوي.»

عبدالقیوم په اسویلي سره وویل: «کاشکې دا دود نه وای، اوس به مې ګډ ژوند درلود او ښایي دوه اولادونه مې هم لرلای… هره ورځ چې تېرېږي، روحي فشار مې زیاتېږي.»

هغه وایي، ډېر ځوانان د لوړ ولور له امله کډوالۍ ته اړ کېږي. د هغه په باور، ډېری کسان د ساعت‌تېرۍ لپاره ایران ته نه ځي، بلکې د ولور او د ژوند د لګښتونو برابرولو لپاره کډوالۍ ته مخه کوي؛ هغه کډوالي چې کله ناکله کلونه دوام کوي او په ځینو مواردو کې ان د واده سبب هم نه ګرځي.

هغه له کورنیو غواړي چې له ناسمو دودونو او عنعناتو لاس واخلي، څو د ځوانانو ژوند او راتلونکی د دغو دودونو قرباني نه شي.

یو پلار: د ولور اخیستو دود له مشرانو ور پاتې دی

د زرنج ښار اوسېدونکی عبدالله یوسفي د ولور اخیستل د مور او پلار حق بولي او وایي: «موږ د ولور دود لرو؛ دا دود زموږ له پلرونو او مشرانو راپاتې دی او موږ ځان د هغه پر اخیستو مکلف ګڼو.»

هغه وویل: «له هغې ورځې چې مې لور زېږېدلې، تر اوسه مې ډېر تکلیفونه ورسره تېر کړي ؛ د جامو، خوړو، زده‌کړو او نورو اړتیاوو لګښتونه مې ورکړي دي. اوس چې د واده وخت یې رارسېدلی، مالي توان نه لرم چې د هغې د نوي ژوند ټول اړین وسایل او جهیز برابر کړم، له همدې امله اړ یم چې ولور واخلم، څو په همدې پیسو د ناوې اړین وسایل برابر کړم.»

کارپوهان: هر څومره چې واده اسانه وي، هغومره کورنۍ خوشحاله ژوند لرلای شي

په نیمروز کې دیني عالم او قومي مخور مولوي ګل‌احمد احمدي وایي، اسلام خلکو ته د اسانه واده سپارښتنه کوي او د واده درانه لګښتونه نه تأییدوي.

هغه وویل: «اسلام د اسانتیا دین دی او په ټولو چارو کې یې لارښوونې د انسانانو د ژوند د اسانه کولو لپاره دي. لوړ ولور او د واده، مېلمستیاوو او نورو مراسمو لوړ لګښتونه د اسلام له نظره ناسم دي او ځای نه لري. دا یوازې هغه ناسم دودونه دي چې د خلکو د سیالۍ او یو بل سره د سترګو وهلو له امله رامنځته شوي او د ځوانانو ژوند یې خراب کړی دی. یو ځوان کلونه د نجلۍ د کورنۍ د غوښتنو پوره کولو لپاره مجرد پاتې کېږي، یا په ایران کې مزدوري کوي او کډوال کېږي چې دغه کار پر هغه ځوان روحي فشارونه زیاتوي.»

نوموړي د رسول الله (ص) حدیث ته په اشاره وویل: «غوره واده هغه دی چې تر ټولو اسانه وي.»

مولوي احمدي زیاتوي، د اسلام له نظره واده یو سپېڅلی تړون دی چې د دواړو لورو د رضایت، نېکو اخلاقو او د کورنۍ جوړولو پر بنسټ ولاړ دی؛ دغه درې اصول د یوه ارام او بریالي ژوند بنسټ جوړوي.

هغه په ځینو سیمو کې پر ځینو نورو دودونو د نیوکې پر مهال وویل: «د واده او ولور پر لګښتونو سربېره، مېلمستیاوې، عیدي، نوروزي او افطاري چې د سیالیو لپاره ترسره کېږي، د ځوانانو لپاره دروند بار ګرځېدلی او یو بل فشار دی چې د زوم پر اوږو راځي.»

هغه چې د قومي جرګو له لارې یې د ټولنیزو او کورنیو ستونزو په حل کې کار کړی، وایي: «ما د طلاق او کورني تاوتریخوالي لسګونه شخړې حل کړې دي چې د همدې ډېرو لګښتونو، ولور او ودونو له امله رامنځته شوې وې او د جوړو ژوند یې د بېلتون تر پولې رسولی و.»

هغه له کورنیو غواړي چې د خپلو اولادونو په ودونو کې له ډېرو لګښتونو ډډه وکړي.

له بلې خوا، په نیمروز کې ارواپوه ډاکټر فرید احمدي وایي، د پورونو او مالي فشارونو په حالت کې د ګډ ژوند پیل د جوړو ترمنځ د شخړو زیاتېدو له مهمو عواملو څخه دی.

هغه وایي: «کله چې ناوي او زوم خپل ژوند تر پورونو تر بوج لاندې پیل کړي، د هغوی رواني ارامي له هماغه پیله زیانمنېږي. سړی د پورونو په ادا کولو بوخت وي او ښځه هم اقتصادي فشارونه او د کورنیو ناخوالې زغمي؛ هغه حالت چې د شخړو، کورني تاوتریخوالي، خپګان او ان طلاق احتمال زیاتوي.»

احمدي له کورنیو غواړي چې د لوړو ولورونو او سیالۍ پر ځای د زوم اقتصادي توان او د خپلو اولادونو راتلونکی په پام کې ونیسي.

هغه ټینګار وکړ: «هر څومره چې واده په ساده ډول پیل شي، د ګډ ژوند د دوام او رضایت امکان یې زیاتېږي؛ خو د پورونو تر فشارونو لاندې ژوند په تدریجي ډول د جوړو عاطفي اړیکې کمزورې کوي.»