ژبه

ګارډین: پر کی‌یف د روسیې او د روسیې پر پوځي تاسیساتو د اوکراین بریدونه

سهراب سروري

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۱۹

Views: ۲۳

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): ګارډین راپور ورکړی چې روسیې نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کی‌یف توغندیز برید کړی چې له امله یې د دغه ښار په دوو سیمو کې اور لګېدلی او یو کس ټپي شوی دی؛ په ورته وخت کې اوکراین وایي، د روسیې یو پوځي هوايي ډګر او د توغندیو د تولید یو مرکز یې په نښه کړي دي.

د ګارډین د راپور له مخې، د کی‌یف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې د توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله د ښار په شمال کې په یوه نااستوګنیزه سیمه کې اور لګېدلی او څو موټر هم سوځېدلي دي.

د کی‌یف پوځي ادارې ویلي چې په دغه برید کې یو کس ټپي شوی دی. عیني شاهدانو هم ویلي چې د هوايي برید د خبرداري له زنګونو وروسته په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ګارډین لیکلي چې روسیې په وروستیو اوونیو کې پر کی‌یف او د اوکراین پر یو شمېر نورو ښارونو خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي.

په ورته وخت کې، اوکرایني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په لرې واټن بریدونو کې د روسیې په نیژني نووګورود سیمه کې یو پوځي هوايي ډګر او په سامارا سیمه کې د «پروګرس» توغندیز مرکز په نښه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې په دغو عملیاتو کې د «فلامینګو» کروز توغندي کارول شوي او یو په نښه شوی تاسیسات د اوکراین له پولې شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره لیرې موقعیت لري.

د زلنسکي په وینا، د دغو بریدونو موخه د روسیې د جګړه‌ییز توان کمول او د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر مسکو فشار راوستل دي.

د اوکراین وسله‌والو ځواکونو هم ویلي چې په دواړو په نښه شوو ځایونو کې اور لګېدلی دی.

د راپور له مخې، په سامارا کې د «پروګرس» توغندیز مرکز د هغو توغندیو په تولید کې ونډه لري چې د «راسوېت» شبکې د سپوږمکیو د توغولو لپاره کارول کېږي؛ روسیه دغه شبکه د سټارلېنک سپوږمکۍ شبکې د بدیل په توګه پراخوي.

بلخوا، په سامارا کې ځايي چارواکو ویلي چې د روسیې هوايي دفاعي سیستمونو یو «پراخ توغندیز برید» دفع کړی، خو ځینو صنعتي تاسیساتو ته محدود زیانونه اوښتي دي.

دغه راز، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا او ترکیې غوښتي چې د هغو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي چې ګواکې په ترکیه کې موجوده د امریکا یوه د پام وړ اندازه وسلې او مهمات اوکراین ته لېږدول کېدای شي؛ دغه وزارت خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدام د مسکو اړیکو ته له واشنګټن او انقرې سره زیان رسولی شي.

په یوه جلا پېښه کې، اوکرایني ځايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د روسیې په برید کې یو درې میاشتنی ماشوم وژل شوی او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د اوکراین د پوځ لوژستیکي مرکزونه، د انرژۍ او ترانسپورټ هغه تاسیسات چې د پوځ له خوا کارول کېږي او د لرې واټن بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو کارخونې په نښه کړې دي.

روسیې او اوکراین تر اوسه د زیانونو د کچې او په نښه شوو هدفونو په اړه د یو بل ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.