ګارډین: پر کییف د روسیې او د روسیې پر پوځي تاسیساتو د اوکراین بریدونه
ګارډین راپور ورکړی چې روسیې نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کییف توغندیز برید کړی چې له امله یې د دغه ښار په دوو سیمو کې اور لګېدلی او یو کس ټپي شوی دی؛ په ورته وخت کې اوکراین وایي، د روسیې یو پوځي هوايي ډګر او د توغندیو د تولید یو مرکز یې په نښه کړي دي.


