هرات (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د هرات حوزوي روغتون مسوولین په دغه روغتون کې د سرطان پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي خو ناروغان له حکومته غواړي چې لازم روغتیايي امکانات ورته برابر کړي او د دغه روغتون د سرطاني ناروغیو درملنې برخې ته پاملرنه وکړي.
د هرات حوزوي روغتون د سرطان څانګې مشر، ډاکتر فاروقاحمد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه روغتون کې د سرطانونو د ټولو ډولونو پېښې په ډېرېدو دي، که دغه ډول ناروغان او ناروغۍ په لومړیو کې د هرات حوزوي روغتون د سرطاني ناروغیو درملنې برخې ته مراجعه وکړي، ښايي د بشپړې درملنې وړ وي.
ډاکتر صديقي د تېر کال شمېرو له وړاندې کولو پرته زياته کړه، په تېرو ٨ مياشتو کې يوازې دې برخې ته څلور زره ناروغانو مراجعه کړې چې دا په هرات کې د سرطان ناروغۍ لوړه کچه ښيي.
هغه زیاته کړه چې د ۱۳۹۸ کال له وروستیو راهیسې چې د هرات په حوزوي روغتون کې دې برخې فعالیت پیل کړی، تر اوسه ۱۴ زره کسان ثبت او راجسټر شوي چې له ډلې یې د ۳ زره ناروغانو درملنه شوې ده.
په همدې حال کې، د دغه ولایت حوزوي روغتون د سرطان برخې بل ډاکتر رحمتالله بارکزی هم پر دې باور دی چې د نورو سرطانونو په پرتله د سینې سرطان پېښې د میندو د نه پاملرنې، جنټیکي، تغذیوي او انتاناتي عواملو له امله مخ په ډېرېدو دي چې دغه ډول سرطانونه په لومړيو ورځو کې دغه مرکز ته په مراجعه کولو سره درملنه کېدای شي.
هغه له ناروغانو وغوښتل چې د سینې سرطان د ژر نه تشخیص په صورت کې هر څومره ژر اړوند ډاکټر ته مراجعه وکړي.
بلخوا، یو شمېر ښځې چې د سینې پر سرطان اخته دي وايي، په بدن کې یې د تومورونو له موجودیته کړیږي او وخت په وخت واکسین کول یې د درد په کمولو کې مرسته کوي.
د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې يوه ناروغه رقيه چې د سينې په سرطان اخته ده، پژواک اژانس ته یې وویل، شپږ مياشتې مخکې يې د بدن په يوه برخه کې تومور پیدا شو چې د ډاکتر په مراجعه کولو سره روغه شوه، خو اوس یې بیا له سینې تومور راوتلی او اوس اووم دوز واکسین کوي چې له هر ځل واکسین کولو وروسته یې درد زیاتېږي چې مجبور ده بیا روغتون ته راشي.
د سینې پر سرطان اخته بله ناروغه بيبي ملالۍ چې د هرات له فرسي ولسوالۍ د دغه ولایت د حوزوي روغتون د سرطاني ناروغۍ څانګې ته د درملنې لپاره راغلې؛ هم د تومور له درده شکایت کوي، خو د هغې په خبره، د واکسین په لګولو سره یې درد کمېږي او ځیني وخت کله چې د سستۍ احساس وکړي نو دلته بستریږي.
دغه ناروغه مېرمن په یاد مرکز کې د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو خوښه ده، خو له حکومته غواړي چې د هرات په کچه حوزوي روغتون د دې څانګې د لا پياوړتيا لپاره له ډاکترانو ملاتړ وکړي، څو ناروغان او ناروغ لرونکي بهر ته د تګ له امله له ستونزو سره مخ نه شي او ژر تر ژره دلته د سینې د سرطان درملنې زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سینې د سرطان تر څنګ، د مرۍ سرطانونه، پروستات او نورو سرطانونو پېښې هم ډېرې شوې چې له امله یې د درملنې د نشتوالي او د تومورونو د کوچیني لپاره د اړینو وسایلو نشتوالي د طبي ټولنې اندېښنې راپارولي دي، هغه اندېښنې چې ډیری ناروغان او ناروغ لرونکي یې در درملنې په لپاره ګاونډیو هیوادونو ته اړ کړي دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن