ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوه سربند او پنځه استنادي دېوالونو جوړېدو چارې بشپړې شوې

غزني کې د یوه سربند او پنځه استنادي دېوالونو جوړېدو چارې بشپړې شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): غزني کې سیمه‌ییزمسوولین وایي چې دغه ولایت کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت یو سربند او پنځه استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د غزني سیندیزې فرعي حوزې «ولاړو اوبو» رییس مولوي شفیق منصور وویل، د یادو پروژو له ډلې درې د غزني په مرکز او درې نورې یې د دغه ولایت په واغظ او اندړو ولسوالیو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «UN-FAO» په مالي مرسته عملي شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، په یادو پروژو کې د غزني مرکز قره‌باغي سیمه کې ۴۶۰ متره استنادي دېوال او همدې سیمه کې یوه ۴۰متره سربند، موی مبارکي سیمه کې ۲۱۰ متره استنادي دېوال، د اندړو ولسوالۍ ناني سیمه کې ۶۵۰ متره استنادي دېوال، د واغظ ولسوالۍ ساروان سیمه کې‎ ۲۷۰ متره استنادي دېوال او همدې ولسوالۍ په باغ کډي سیمه کې ۳۷۰ متره استنادي دېوال جوړل شامل دي.

د هغه په وینا، یادو پروژو چاري په پنځو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې په بشپړېدو سره یې په سیمه کې زرګونه کورنۍ د سېلابونو را وتلو له خطرونو او زیانونو وژغورل شوې.

منصور زیاته کړه، په راتلونکي کې بیا هم هڅه کوي چې په دغه ولایت کې مرستندویه بنسټونه د دغه ډول پروژو پلې کولو ته وهڅوي.

د یادو پروژو پلي کوونکي خصوصي شرکت مشر انجنیر قدرت‌الله سروري پژواک ته وویل، دغه پروژې پنځو میاشتو په اوږدو کې بشپړې شوې او زرګونو د سیمي خلکو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د سیمې اوسېدونکي د دغو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې له دې سره به د دوی زرګونه جریبه کرنیزي ځمکي له ویجاړېدو وژغورل شي.

د غزني مرکز قره‌باغي سیمې یوه قومي مخور محمدعلي پژواک ته وویل، د استنادي دېوالونو نشتوالي له امله به د پسرلي په موسم کې سېلابي اوبو هر کال د دوی د سیمي ډېری کرنیزې ځمکې له منځه وړلې او له زیاتو ستونزو سره به لاس او ګرېوان وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.