مزارشریف (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ټیکا موسسې له لوري یو شمېر معلولو ښځو او د شهیدانو وارثینو ته د خیاطۍ د زدهکړې یو مرکز پرانیستل شو.
شمال کې د ټیکا دفتر همغږيکوونکی میکایل تاشدمېر وایي، دغه مرکز معلولو ښځو او د شهیدانو کورنیو ته چې شمېر یې شلو تنو ته رسېږي، د شپږو میاشتو لپاره جوړ شوی دی.
هغه زیاتوي، په دغه مرکز کې د خیاطۍ او ګلدوزۍ زدهکړې ورکول کېږي چې د یادو برخو د اړتیا وړ ټول وسایل او توکي لکه ماشین، اوتو، قیچي، رخت او تار ورته په اختیار کې ورکړل شوي دي.
په همدې حال د بلخ کار او ټولنیزو چارو رییس نصیراحمد ابو خالد له نورو نړۍوالو موسسو غوښتنه کوي، څو ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه دغه ډول پروژې ډېرې کړي.
بلخوا د دغه مرکز زدهکوونکې د کاري فرصتونو له برابرېدو خوښي څرګندوي.
د یاد مرکز یوه زدهکوونکې نبیلا عزیزي د دغه مرکز جوړېدل د ښځو ځان بسیانې لپاره مهم ګڼي او وایي، خوشاله ده، چې دلته ورته د خیاطۍ د زدهکړې سربېره د کار کولو فرصت برابر شوی دی.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن