کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): افغان او ایراني چارواکو په افغانستان کې د کرنې پر ميکانیزه کولو، د ایران له خاورې نورو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر لېږد او د تعرفې پر کمولو خبرې کړې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او مل پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر محمدعلي نېکبخت سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو لوړرتبه مسوولینو په افغانستان کې د کرنې د ميکانیزه کولو، د کوکنار بدیل کښتونو برخه کې د مرستې، د اساسي کرنیزو محصولاتو او مېوه لرونکو ونو باغونو پراختیا لپاره د پانګونې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو کرنیزو توکو ته د بازارموندنې په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو پر جوړولو، د ایراني پانګوالو له لوري په افغانستان کې د کرنې برخه کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو په وارداتو او صادراتو کې د همکارۍ پر ډېرولو، د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو د تعرفې پر کمولو، د ایران له خاورې نورو هېوادونو ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو د لېږد برخه کې پر همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي چې د ایران د کرنې وزیر د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د یادو مسایلو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن