ترینکوټ (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): اروزګان کې امنیتي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال ارزګاني رسنیو ته وویل، د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو تېره ورځ په توري سیمه کې یادې وسلې او مهمات چې په یوه کور کې ساتل کېدل، کشف او ترلاسه کړي دي.
ارزګانی وایي: «په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې یو ميل دهشکه، یو میل راکټ انداز، یو مېل زیکویک، دوه مېله پیکاه، یو مېل کارملي ټوپک، ۵ لاسي بمونه او زره ګونه فيره بېلابېلو ډوله مرمۍ ترلاسه شوي دي.»
د هغه په خبره، د یادو وسلو او مهمات په تړاو دوه کسان هم نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن