غزني ښار (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې ښار ته نږدې په عالي لالا دښته کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د لنډمهالي مېشتېدنې لپاره یو پنډغالی جوړ شو.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمدقاسم امیني رسنیو ته وویل، د کډوالو لنډمهالي مېشتېدنې په موخه د ملکي او نظامي ادارو یوه کډه کمېټه جوړه شوې چې د افغان کډوالو د سرپناه او نورو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، یاد پنډغالي کې به په یوه وخت د پنځه سوو په شاوخوا کې تازه راستنېدونکي کډوال مېشت شي او ټول اړین خدمات به ورته وړاندې کېږي.
هغه زیاته کړه، تر دې دمه غزني ته د سپینبولدک له لارې شاوخواه ۴۰۰ کورنۍ راستانه شوي، چې خپلو سیموته رسول شوې دي او دلته په ټولو برخو کې ورته خدمات وړاندې کېږي.
بلخوا د غزني د کډوالو چارو رییس مولوي محمدعمرعادل پژواک ته وویل، له پاکستانه د نوو راغلو کډوالو لپاره یې منظم پلان چمتو کړی څو د هغوی د مېشت کېدو او ورسره په نورو برخو کې مرستې وشي.
د هغه په خبره، د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو شمېر نړۍوالو موسسو لکه ډبلیواېفپي او «پاملرنې» ژمنې کړي چې تر شپږ میاشتو پورې به ورته غدایي مواد ورکوي او هغه څوک چې کورونه نه لري په کرایي ډول ورته کورونه نیسي.
هغه زیاته کړه، د راستنو شوو کډوالو نوم لیکنه جریان لري او حکومت تصمیم لري، چې د هوا په ګرمېدو سره به د غزني ښار ګردېز په سړک او د روضې کوتل په سیمو کې دوه ښارګوټي چې هر یو به یې تر څلورو زرو کورنیو پورې کنجایش ولري، جوړ کړي.
هغه وویل، د نوو راغلو کډوالو لپاره به د ژوند اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، ماشومانو ته د زدهکړو زمینې برابرېدو کې پوره همکاري وکړي.
بلخوا غزني ته راغلي کډوال په پاکستان کي د ورسره شوو ظلمونو په اړه خبري کوي او وایيچې بد چلند ورسره شوی دی.
یو تازه راستون شوی کډوال کلاخان وایي چې له مهاجرو سره ډېر ظلمونه شوي او اوس هم جریان لري.
هغه زیاتوي: «ټول جهان يې ویني څومره ظلمونه یې چې په وس کې وو، کول یې او له پاتي نورو افغانانو سره یې هم سخت ظلمونه روان وو.»
نوموړی وایي د حکومت او ځينو موسسو له خوا ورسره مرستې شوي، خو دوی غوښتنه کوي چي د سرپناه او ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو ته دې هم پاملرنه وشي.
پاکستان مخکې له دې هغو ۱،۴ میلیون افغان کډوالو ته چې په دغه هېواد کې له اسنادو پرته اوسېږي، د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې له دغه هېواده ووځي، د سرغړونې په صورت کې به زور وایستل شي.
له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له ۳۰۰ زره ډېر کسان له پاکستانه ایستل شوې دي.