[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په کچه د قرانکریم د حفظ، تجوید او د سبعه قرااتو سیالۍ د هېواد د ممتاز حافظ په معرفي کولو پای ته ورسېدې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چهارشنبې ورځ (د لړم ۲۴مه) د دې سیالیو په وروستۍ ورځ ګټونکي اعلان شول.
سرچینې زیاته کړې، له دغو سیالیو موخه د هېواد په کچه د ممتازو قاریانو انتخابول دي څو په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، څو ورځې وړاندې په ټولو ولایتونو او د کابل ښار په ناحیو کې د قرانکریم د حفظ، تجوید او سبعه قراءاتو عمومي سیالۍ ترسره شوې چې له هر ولایته ممتاز قاريان مرکز کابل ته معرفي شول.
د دغو سیالیو پایغونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د عرفان او دیني ځایونو چارو د تنظیم معین شیخ عزیزالرحمن منصور، د دغه وزارت مرکزي او ولایتي ريیسانو، د اسلامي امارت مسوولینو، علماوو او حافظانو ګډون درلود.
د ارشاد، حج او اوقافو وزرات د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور، په نړۍ کې چې کوم علمونه دي؛ هغه ټول په قرآن کریم کې شته دي او ټول باید هڅه وکړي چې په قرآن کریم باندې عمل وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب وویل: «زموږ نننۍ غونډه د هېواد په کچه د یادې سيالۍ د برياليتوب له امله ده، چې څه موده وړاندې په لاره اچول شوې وه، د هېواد د ټولو ولايتونو څخه په کې حافظانو برخه اخيستې وه او وروسته د دې سیالۍ ګټونکي وپیژندل شول او اوس دوی ستایل کېږي او وروسته به په نړیوالو سیالیو کې د ګډون له لارې افغانستان ته ویاړونه راوړي.»
مولوي ثاقب په ټینګار سره وویل، حافظان د ملت ستره سرمایه ده باید په ټولنه کې یې درناوی وشي.
هغه له حافظانو غوښتنه وکړه چې نه يوازې د قرآن کريم حفظ او تجويد وکړي، بلکې د قرآن کريم مفاهيم، مسايل او احکام هم زده کړي او د علم حاصلولو ته زياته پاملرنه وکړﺉ .
د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري ممتازو قاریانو ته ستاینلیکونه او نغدې جایزې ورکړل شوې.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن