Language

د تکواندو افغان لوبغاړی علي‌رضا جامي نن له روسي سیال سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۵): د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی علي‌رضا جامي نن د اوزبېکستان نړۍوالو سیالیو کې له خپل روسي سیال سره لوبه کوي.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون ویلي چې علي‌رضا جامي نن د اوزبکستان په کوربه‌توب نړۍوالو سیالیو کې په منفي ۶۸ کیلوګرام وزن کې له خپل روسي سیال سره لوبه کوي.

سرچینې زیاته کړې، جامي که د خپل روسي سیال پر وړاندې بریالی شي، په دویمه لوبه کې به د مالدیف له لوبغاړي سره مخ شي او وروسته به له ایراني سیال سره لوبه ولري.

د نوو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب روانې دي چې پکې له افغانستانه څلورو لوبغاړو ګډون کړی دی.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست معلوماتو له مخې، د نوو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب د افغانستان په ګډون له ۱۱۶ هېوادونو ۹۹۱ ورزشکارانو ګډون کړی دی.