میمنه (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار او قیصار ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
د فاریاب د ترافیکو مدیریت د حادثاتو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار څلورمې ناحیې عربخانه ګذر کې یوه موټرسایکلسپاره له فورنر موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې موټرسایکل سپور خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه د پېښې لامل د موټرسایکل له حده ډېر سرعت ښودلی دی.
دغه راز د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم د ترافیکي پېښې له امله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فاریاب د ترافیکو د حادثاتو مدیر زیاته کړه، پرون د قیصار ولسوالۍ په باشلمست سیمه کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن