پاراخ (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د پنجشېر د کانونو ریاست وايي، په پریان ولسوالۍ کې د زمردو څلوېښت نوي کانونه پېژندل شوي چې په دې سره په دغه ولایت کې د زمردو د ثبت شوو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته ورسېد.
د پنجشېر د کانونو رییس محمدقاسم امیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا څلوېښت کانونه د دغه ریاست د انجینیرانو له لوري پېژندل شوي او هر چا چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د فعالیت جواز ترلاسه کړ، دغو کانونو کې کيندنې کولی شي.
د هغه په خبره، لومړنیو څېړنو ښودلې چې د دغه ولایت د درې ولسوالۍ په لسو سیمو کې هم د زمردو کانونه شته او د انجنیرانو ټیم یې د تيږو بېلګې د هېواد د کانونو وزارت ته د تشخیص لپاره لېږلې دي.
د پنجشېر د کانونو رییس وايي، د زمردو د څلوېښتو کانونو له پېژندل کېدو وروسته پنجشېر کې د زمردو ثبت شوو کانونو شمېر ۱۲۵۰ ته ورسېد چې له دې ډلې په ۳۵۰ کانونو کې کيندنې روانې دي او څه باندې اووه زرو کسان په کې په کار بوخت دي.
پنجشېر کې د کانونو کيندنه کابو دوه کاله درېدلي وه خو د تېر کال د زمري په وروستیو کې بیاځلي پیل شوه او تر اوسه د دغو کانونو زمرد شپږ ځلې د داوطلبۍ له لارې پلور شوي دي.
Views: 350
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن