جلالاباد (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار کې امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار او مختلفو ولسواليو کې په څلورو جلا امنيتي، جنايي او ترافيکي پېښو کې اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لړم په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ په نوجو کلي کې د يوه ښوونکي په کور کې چاودنې درې کسان ټپيان کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغه چاودنه کې ښوونکی صبغتالله، مېرمن او لور يې ټپيان شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، صبغتالله چې د دې ولسوالۍ په توکل بابا لېسه کې ښوونکی دی، کور کې يې لرګي ماتول چې د لرګيو منځ کې مرمۍ چاودنه کړې او دغه پېښه رامنځته شوې ده.
بلخوا د ننګرهار کوټ ولسوالۍ اړوند تریلي سیمه کې د ګوجر په نوم يوه کس خپله نګور او يو بل کس د تیلفوني اړیکو په تور ویشتلي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، پېښه کې د نوموړي نګور وژل شوې او تورن کس ټپي دی.
هغه زياته کړه، منسوبین د پېښې ځای ته رسېدلي خو قاتلین (ګوجر او ورور) یې د پېښې له ځایه تښتېدلي دي چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې د نیولو هڅې روانې دي.
د يوه بل خبر له مخې د دغه ولايت د حصارک ولسوالۍ اړوند جبارخان قلعه سیمه کې د زهیرالله په نوم یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، د زهيرالله کورنۍ پاکستان کې اوسېږي او نوموړي دلته له ماماګانو سره خیاطي کوله او د خپل ماما په کور کې یې پر ځان ډزې کړې دي.
دی زياتوي، د پېښې ځای ته د حصارک ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبین رسېدلي او د پېښې له څېړنې او تحقیق وروسته یې معلومه کړې چې نوموړي ځانوژنه کړې ده.
دغه راز، د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اړوند د پنځمې ناحيې په نارنج باغ سيمه کې دوو موټرسايکلونو ټکر کړی دی.
د قوماندانۍ وياند پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د دواړو موټرسايکلونو سپاره کسان مړه شوي دي.
هغه وايي، پېښه د موټرسايکلونو د چلوونکو بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP