اسعداباد (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د کونړ د یو شمېر سیمو خلک وايي، دوی هیڅ ډول مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او په وینا یې، د ورځني ژوند چارې یې له ستونزو سره مخ دي.
دوی له مخابراتو ریاسته غوښتنه کوي چې د ټولو سیمو سروې دې وکړي او خلکو ته دې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د کونړ د مخابراتو ریاست مسوولین هم د خلکو شکایتونه پر ځای ګڼي خو وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره يې پلان جوړ کړی او ژر به عملي شي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ اړوند هوز سیمې یوه قومي مشر محمدامین پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په وینا یې، له دې امله له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «زموږ په سیمه کې له ۳۰ زره پورته خلک ژوند کوي، خو دلته هیڅ ډول مخابراتي اسانتیاوې نه شته، موږ لا هم د اړیکو نیولو او یو بل د احوال اخیستو لپاره په ساعتونو هغو سیمو ته مزل کوو چې هلته د ټيلېفون انتن کار کوي.»
نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی په سیمه کې دې د ټلیفوني شبکو انتنونه فعال کړي څو د خلکو شته ستونزې هوارې شي.
د نورګل ولسوالۍ اړوند مزار درې یو اوسېدونکی معلم نصرتالله وایي، نه شي کولای چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره اړېکې وساتي.
هغه وویل: «ډېر ځله د خپلوانو او دوستانو له غم او ښادۍ نه خبریږو؛ ځکه په سیمه کې مو ټيلېفون کار نه کوي، په اوسني عصر کې چې نړۍ د یوه کلي حیثیت غوره کړی، خو موږ یې برخه نه یو؛ ځکه له هیڅ هم نه خبریږو.»
هغه زیاته کړه، که څه هم د پخواني او اوسني حکومت له چارواکو یې د مخابراتي اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دی شوی.
بلخوا د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ريیس عبدالولي مارشال د خلکو شکایتونه مني خو وايي، دې ستونزې ته به رسېدنه وکړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ستونزې د حل لپاره یې د اتر او مخابراتي شبکو له مسولینو سره خبرې کړې او د حل ډاډ یې ورکړی دی.
نوموړي وویل: «د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند هوز سیمه، د نورګل ولسوالۍ مزار دره او د چپې درې ولسوالۍ دیګل، کریګل او داسې نورو سیمو کې لا هم مخابراتي اسانتیاوې نه شته، موږ ارزونه کړې او هیله شته چې په راتلونکي کې دغو سیمو کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړو.»
هغه وایي، د لسمې پروژې په نوم پروګرام له لارې به د کونړ په هغو سیمو کې نوي سایټونه فعال شي چې دا مهال له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن