ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره لس میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي

م.م له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره لس میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي

author avatar
21 Nov 2023 - 15:03
م.م له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره لس میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي
ارشیف
author avatar
21 Nov 2023 - 15:03

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وایي، دغه سازمان له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره لس میلیون امریکایي ډالره ځانګړي کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس پر خپله اېکس‌پاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې  دغه لس میلیون ډالر د یاد سازمان د بېړنیو مرستو له صندوقه ځانګړي شوی دي.

هغه ویلي چې دغه مرسته به افغانستان ته راستنېدونکو افغانانو ته د لومړنیو بشري اړتیاوو برابرولو برخه کې ولګول شي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت له تېرو څه باندې شلو ورځو راهیسې په جبري ډول له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان‌محمد اڅکزي درې ورځې مخکې ویلي وو، له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به د اسنادلرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلان شي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند تېره ورځ ویلي چې د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده راایستل شوي دي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.