پلعلم (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې په محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې او اوبو لګولو اړوند د دوو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر د سیندیزې حوزې رییس محمداسماعیل پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوښۍ ولسوالۍ په «شېندارخېل» کلي کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه چکډیم جوړېدو چارې پيل شوې چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به بشپړ شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې یاد چکډیم په خوښۍ ولسوالۍ کې د سېلابونو مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړېدو او د کرکېلې د اوبو ذخیرې لپاره جوړېږي.
د هغه په وینا، د اوبو او برېښنا وزارت په پام کې لري چې د لوګر ولایت په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم ورته د اوبو ۵ چکډمونه جوړ کړي.
بلخوا د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس سیدامین هاشمي پژواک ته وویل، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د څه باندې ۳ میلیون افغانیو په لګښت د محمداغې ولسوالۍ په «دهنو» سیمه کې د عامه بڼ لپاره د څه باندې زر متره دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
هاشمي زیاته کړه، د یادې پروژې له لارې به لسګونه وزګارو کسانو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شي او همدارنګه د محمداغې ولسوالۍ عامه بڼ ته به هم چهاردېوالي جوړه شي.
د لوګر د محمداغې او خوښۍ ولسوالیو اوسېدونکي هم خوښ دي چې د اوبو او برېښنا وزارت او د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري پر دغو دوو پروژو کار پيل شو.
هغوی ټینګار کوي چې ورته پروژې دې د لوګر ولایت په نورو ولسوالیو کې هم عملي شي.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن