کندوز (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۲): حکومتي مسوولین وايي، کندوز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو پراختیايي پروژو عملي چارې پیل شوې.
په دې اړه د کندوز پوهنتون ریاست د مطبوعاتو مسوول زاهد خیال پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د لوړو زدهکړو وزارت له لورې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د څلور پراختیايي پروژو چې ډېرې اړینې وې، عملي چارې پیل شوې، یادو پروژو کې د څښاک اوبو د زېرمې جوړول، د وسایطو پارکینګ بیارغول، د جومات او دیني جامعیاتو ریاست پراختیا شامل دي.»
هغه وویل، د یادو پروژو چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بلخوا، د کندوز پوهنتون محصلین وايي چې د یادو پروژو په پلې کېدو به ورته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د کندوز پوهنتون یو محصل خالمحمد وايي: «د یادو پروژو په پلې کېدو به کندوز پرمختګ وکړي او محصلین به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.»
د کندوز پوهنتون یو بل محصل عبدالله هم د یادو پروژو پر پلې کېدو خوښ دی او له مسوولینو غواړي چې د دوی نورو ستونزو لکه پر عصري کتابونو باندې سمبال کتابخونه او انټرنېټ ته د محصلینو د لاسرسي ته هم پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د کندوز په پوهنتون کې د لوړو زدهکړو د وزارت له لورې څو پراختیایي پروژې پلې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP