ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په نسبت شاوخوا دوه برابره ډېر شوي

کندهار کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په نسبت شاوخوا دوه برابره ډېر شوي

author avatar
3 Dec 2023 - 11:46
کندهار کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په نسبت شاوخوا دوه برابره ډېر شوي
author avatar
3 Dec 2023 - 11:46

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا دوه برابره ډېر شوي خو کروندګر یې له ټيټې بیې سر ټکوي او له حکومته غواړي چې بازار ورته پیدا کړي.

د راپورونو له مخې، ریحان بوټی په کال یو ځل کرل کېږي، ښه بوی لري، ګل کوي، له دغه ګل څخه په طبي درملو او نورو کې کار اخیستل کېږي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالي سمون پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۸۰۰ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي وو چې ۸۷۶۰ ټنه حاصل یې ورکړی دی.

د هغه په خبره، تېر کال په دغه ولایت کې پر ۳۵۰ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي وو او تر ۳۸۳۲ ټنه حاصل یې ورکړی و.

هغه وویل: «سږ کال پر ۸۰۰ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي وو چې ۸۷۶۰ ټنه ریحان ترې تر لاسه شوي دي او دا اندازه تر تېر کال دوه برابره زیاته شوې، ځکه د تېر کال حاصلات یوازې ۳۸۳۲ ټنه وو»

هغه د معلوماتو له مخې، ریحان د کندهار په ډنډ، دامان، پنجوايي، ژیړۍ، میوند او ځینو نورو ولسوالیو کې کرل کیږي.

په دغه ولایت کې یو شمېر کروندګر هم وایي، دا چې د ریحان کرنه اسانه او بیه یې ښه ده؛ ځکه ډېرو کروندګرو یې کرنې ته مخه کړې او که چېرې د ریحان لپار ښه بازار پیدا شي، کرنه به یې لا وده وکړي.

د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر دادالله وایي: «ریحان ډېر ښه بوټی دی؛ کرل یې اسانه دي او بیه یې ښه ده خو کله چې د یوه شي کرنه زیاته شي، بیه یې هم کښته کېږي، نو که چېرې ښه بازار ولري، بل کال ته به تر دې ډېر وکرل شي.»

د هغه په خبره، اوس مهال د ریحان حاصلات تازه راټول شوي، بیې یې یو څه ټيټې دي او په بازار کې یو من (څلورنیم کیلو) له ۳۵۰ – ۳۸۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو بل کروندګر حضرت‌شاه وايي، که چېرې ریحان بهر ته صادر شي، بیه به یې تر پنځه سوه افغانۍ پورې ورسېږي.

د هغه په خبره: «په تېرو کلونو کې چې د ریحانو کرنه لږ وه، د یوه من بیه تر پنځه سوه افغانۍ زیاته وه، اوس هم که چېرې دغه ریحان چې موږ یې ټولوو، نورو هېوادونو ته ولېږل شي، بیه به یې د پخوا په شان لوړه شي او ګټه به یې هم بزګر او هم سوداګر ته پاتې شي.»

د کرنې ریاست بیا وایي، هڅه کوي چې د نورو کرنیزو توکو ترڅنګ ریحان ته هم مناسب بازار پيدا کړي څو د سوداګرو ترڅنګ یې کروندګرو ته هم ډېره ګټه ورسېږي.

Views: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.