Language

ایران په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال را ایستلي
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د ایران حکومت یو چارواکی وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې د خراسان رضوي ولایت پولې له لارې ۱۶ زره ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي دي.

د تسنیم اژانس راپور له مخې، د خراسان رضوي ولایت د سرحدي پولیسو قوماندان سردار مجید شجاع پرون (یک‌شنبه) خبریالانو ته ویلي چې یاد شمېر کډوال د تایباد سرحد له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دا چې بهرني اتباع باید له رسمي او قانوني دروازو هېواد ته راشي، یاد شمېر کډوال ناقانونه پېژندل شوي او د خراسان رضوي ولایت پوله‌ساتونکو له لوري له دوغارون سیمې د افغانستان لوري مسوولینو ته سپارل شوي دي.»

هغه څرګنده کړې، ۳۲۸ زره افغان کډوال چې په ناقانونه ډول د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ایران کې مېشت وو، خپل هېواد ته ایستل شوي دي.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې زور اخیستی دی.

د یادولو ده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم پرون پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي وو چې په ایران کې یو زرو ۳۰۳ افغان کډوال د لېندۍ په ۱۱مه د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شول.